اَلْمَعَارِج ۱۱

يُبَصَّرُونَهُمْ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ

ټول به خودلی کیږی دوی ته ارمان به کوی مجرم چه فدیه ورکړی د عذاب د دغه ورځ نه په ځامنو خپلوسره -

(يُبَصَّرُونَهُمْ) یعنی دا دوستان به یو بل ته گوری او حال داچه دیو بل تپوس به نه شی کولی - (لَوْ يَفْتَدِي) دعذاب نه فدیه ورکوی دپاره د بچ کیدلو او هرکله چه بچ کیدلو کښی تلوار (تادی کول) مقصد وی نو اول به په فدیه کښی ځامن پیش کوی چه هغه ډیر محبوب او قریب دی - اَعَزفَالْاعَز او اَقْرَب فَالْاَقْرَ په ترتیب سره ذکرکوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل