يَوْمَ تَكُونُ السَّمَاءُ كَالْمُهْلِ
په کومه ورځ چه شی به آسمان په شان د تانبی ویلی کړی شوی -
(كَالْمُهْلِ) د گرم تیلوویخ (خیری) او تانبه ویلی کړی شوی - او وینی زوی د زخمونو - داسی په سورة کهف (۲۹) اوسورة دخان (۴۵) کښی هم تیرشوی دی - (كَالْعِهْنِ) هغه وړئ چه مشتمل وی په ډیر رنگونو باندی نوغرونه هم مختلف رنگونو والا دی - نو په وخت د فنا به د رنگینی وړئ په شان شی (وَلَا يَسْأَلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا) یعنی هرانسان به په خپل ځان باندی مشغول وی نو دبل د حال تپوس کولو ته به فراغت نه مومی او دارنگ دوستانی به هم منقطع شی لکه سورة زخرف (۲۷) او دارنگ په سورة المؤمنون (۱۰۱) کښی او سورة عبس (۳۷) کښی هم دی -