وَإِنَّهُ لَحَسْرَةٌ عَلَى الْكَافِرِينَ
او یقیناً دا (قرآن) خامخا افسوس دی په کافرانو باندی -
وَإِنَّهُ ضمیر راجع دی تکذیب ته او حسرة په معنیٰ د پښیمانتیا سره دی یا ضمیرقرآن ته راجع دی یعنی هرکله چه کافران ثوابونه دقرآن والو په ورځ دقیامت کښی اووینی نو ارمانونه به اوکړی لکه په سورة انعام (۲۷) او شورة حجر (۲) کښی دی (وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ) دا ضمیر راجع دی قرآن ته یا حسرة ته په معنیٰ د تحسّر سره امر یقینی واقعی، او ثابت دی - اوپه دی قید کښی فائده داده چه بعضی وخت د انسان یقین راشی په باطل څیز باندی نو هغه ته حق الیقین نشی وئیلی کیدلی او دا مرتبه د علم الیقین نه اوچته او عین الیقین نه کوزه ده -