وَإِنَّهُ لَتَذْكِرَةٌ لِلْمُتَّقِينَ
او یقیناً دا (قرآن) خامخا نصیحت دی دپاره دمتقیانو -
إِنَّهُ ضمیر راجع دی قرآن ته یا رسول ته او تخصیص د متقیانو ددی وجی نه دی چه انتفاع خاص ده په دوی پوری لکه چه په تفسیر د هدی للمتقین کښی تیرشوی دی -