فَلَا أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ
نو داسی نه ده، قسم کوؤم په هغه څه تاسو ئی وینئ -
ما تبصرون او مالاتبصرون ټولو مشاهداتو او مغیباتو ته شامل دی که امور دنیوی دی او که اخروی اوکه محسوسات دی اوکه معقولات دی او که اجسام دی او که ارواح بشردی او که جن وغیره دی - او مناسبت ددی قسم د جواب قسم سره په څو وجوهو سره دی - اوله وجه داچه دا ټول کائنات ظاهری او معنوی دقرآن په صدق باندی دلالت کوی چه دا کلام د اللّه تعالٰی دی دوهمه وجه دا چه قرآن کښی ذکردی د دواړه قسمه څیزونو، محسوسات او مغیبات او دهغی احکام ئی بیان کړی دی چه دا کار شاعراو کاهن نشی کولی -