اَلحَاقَّة ۳۵

فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ

نو نیشته ده لره نن دلته کښی مخلص دوست -

دا تفریع ده په علتونو سابقوباندی یعنی ضائع کول د حقوقو د اللّه تعالٰی او د عبادو سبب دی د یواځی والی چه هیڅ دوست به ئی پاتی نشی او سبب دی د انقطاع د روزئ (حَمِيمٌ) هغه دوست قریب چه په وخت د تکلیف د دوست کښی په هغه باندی گرمی د غم راځی - (سوال) په سورة غاشیه (۶) کښی حصرد طعام ددوی په ضریع کښی ذکرکړی دی او دلته ئی حصر په غسلین کښی کړی دی؟ (جواب) اول دادی چه ضریع افرادو د غسلین نه دی لکه چه قرطبی یو احتمال ذکرکړی دی دوهم دا چه دا‌ په اعتبار د اقسامو د مجرمانو سره جدا جدا حصر کړی دی - دریم دا چه دا په اعتبار د مختلف اوقاتو سره دی (الْخَاطِئُونَ) دا د خطیة ماخوذ دی گناه ته وئیلی شی دخطا نه ماخوذ نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل