اَلحَاقَّة ۱۱

إِنَّا لَمَّا طَغَى الْمَاءُ حَمَلْنَاكُمْ فِي الْجَارِيَةِ

یقیناً مونږ کله چه د حد نه تیرشوی اوبه سواره کړئ مونږ تاسو په روانه کشتئ کښی -

دا پنځمه نمونه دعذاب دنیوی ده او اشاره ده عذاب د قوم نوح علیه السلام ته (طَغَى الْمَاءُ) د حد د عامو اوبو نه ورتیری شوی د قابو کولو د ملائکونه تردی پوری چه غرونه په کښی پټ شول - (تَذْكِرَةً) په روستنو کشتو سره کشتئ د نوح علیه السلام یادیږی یاپه دغه واقعی سره مسئله د توحید یادیږی او دارنگ په دی سره عذاب د منکرینو او نجات دمؤمنانو یادیږی (وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ) دا دلیل دی چه ضمیر د ها په مخکښی جمله کښی هم واقعی او قصی ته راجع دی ځکه چه وعی صفت د کشتئ نشی کیدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل