اَلحَاقَّة ۹

وَجَاءَ فِرْعَوْنُ وَمَنْ قَبْلَهُ وَالْمُؤْتَفِكَاتُ بِالْخَاطِئَةِ

او راغی فرعون او هغه څوک چه دده نه مخکښی وؤ او الټه اړولی شی کلی په غټ گناه سره -

په دی کښی دتخویف د دنیوی دوه نوری نمونی ذکرکوی قوم فرعون او قوم لوط علیه السلام (وَمَنْ قَبْلَهُ) تیرشوی مکذبین مراد دی چه دهغوی علم د اللّه تعالٰی سره دی یا صرف قوم د شعیب علیه السلام مراد دی - (وَالْمُؤْتَفِكَاتُ) هغه کلی چه اپوټه کړی شو په وخت د عذاب کښی لکه چه دهغی په باره کښی لوستلی شوی دی جَعَلْنَا عَالِیهَا سَافِلَهَا، او داد قوم لوط علیه السلام پنځه کلی وؤ (بِالْخَاطِئَةِ) یعنی ډیرگناهونه د کفر اوشرک او نارینه استعمالول اونور خبائث دا هغه کارونه دی چه هر د عقل خاوند دی ته غلط او خطا وائي‌ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل