وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ
او هرچه عادیان وؤ نو هلاک کړی شول په سیلئ تیزی د حدنه تیروتونکی -
په دی ذکر دعذاب دقوم عاد دی او احوال دعذاب په دوی باندی اته ذکرکوی - په اول آیت کښی دری احوال دی - اهلاک په سیلئ، صرصر او عاتیة - یادا چه دهغه ملائکو دقابو نه ورتیره وه کوم چه په هواگانو باندی مقرر دی (سَبْعَ لَيَالٍ) بقاعی وئیلی دی چه دا سیلئ د شوال دمیاشتی په آخری اتو ورځو کښی وه چه شروع ئی د ورځ د چهارشنبی (دشورو ورځ) نه شوی وه او دبلی چهارشنبی په ماښام باندی اودریدله (حُسُومًا) په دی کښی ډیر اقوال دی - پرله پسی، دویخه ویستونکی، پری کوؤنکی، همیشه، سپیره او بی خیره په باره ددوی کښی (أَعْجَازُ نَخْلٍ) اعجاز جمع د عجز ده دتنی لاندنی حصی ته وئیلی کیږی (مونډان) یعنی دوی په غټ والی کښی په شان دمونډانو د کجورو وؤ (خَاوِيَةٍ) ډډی چه مینځ ئی وینو او چینجو خوړلی وی - یا پریوتلی په ځمکه باندی -