كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ
دروغژن گنړلی وؤ ثمودیانو او عادیانو افت ټکوؤنکی د زړونو -
روستو د اثبات دقیامت نه د تخویف دنیوی نمونی ذکرکوی چه د تذکیب د وجی نه په هغوی باندی قسماقسم عذابونه راغلی وو په دی آیت کښی دوه قومونه ذکرشول (بِالْقَارِعَةِ) داهم نوم دقیامت دی په دی کښی دوه وجی دی اوله وجه دا چه قارعة د قرع نه ده سخت ټکولو ته وئیلی کیږی نو قیامت په سبب دهیبتونو سره زړونو لره سخت ټکوی - دوهمه وجه د مبرد نه نقل ده چه دا د قرعه نه ماخوذ دی یعنی دقرعة په شان به څوک کامیاب شی او څوک به ناکام شی -