اَلْقَلَم ۵۱

وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ

او یقیناً نزدی دی کافران چه اورسوی تاته (مصیبت) په نظرونو خپلو سره هرکله چه دوی واوریدو قرآن او وائي‌ دوی یقیناً‌ دی لیونی دی -

دا زجردی منکرینو ته او تسلّی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په حفاظت دهغه سره د سترگو د منکرینو نه - ددی په تفسیر کښی دوه توجیهات مشهوردی یو توجیه داده چه د قرآن د آوریدلو په وخت کښی دوی ډیر غصه کیږی نو مطلب دا چه د غصّی او د غضب په سترگو باندی تاته گوری تاباندی رعب او دباؤ اچوی - دوهمه توجیه داده چه تالره د نظره کوی او نظرباز خلق راولی ددی دپاره چه تا د نظره کړی نو بیمار به شی اوقرآن بیانول به پریږدی او دا دلیل دی چه نظر لگیدل حق دی او احادیث صحیح په دی باره کښی ډیردی - (وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ) او ددی خبری جواب ئی دسورة په اول کښی ذکرکړی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل