فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوتِ إِذْ نَادَى وَهُوَ مَكْظُومٌ
نوصبرکوه فیصلی د رب خپل پوری او مه کیږه ته په شان د مهی والا کله ئی چه اواز اوکړو او وؤ هغه دغم نه ډک -
دا تسلی ده نبی ﷺ لره او امردی په صبرکولو (لِحُكْمِ رَبِّكَ) حکم په معنیٰ د قضا د رب دی په طریقه د مهلت ورکولو منکرینو ته یاپه معنیٰ د امر د رب دی نبی ﷺ ته په تبلیغ او صبرسره (وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوتِ) دا منع ده د تشبیه د یونس علیه السلام نه په استعجال کولو کښی چه اللّه تعالٰی ورته امر نه وؤ کړی چه ته ددی قوم نه اوزه او هغه په خپل اجتهاد سره دهغوی نه لاړو -