أَمْ تَسْأَلُهُمْ أَجْرًا فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ
آیا ته غواړی ددوی نه څه عوض نو دوی د وجی د تاوان نه درانه دی -
په دی آیاتونو کښی رد د عذرونو د منکرینو دی یعنی دوی دا عذر نشی کولی چه مونږ تکذیب دقرآن ددی وجی نه کوؤ چه دا نبی مونږ نه ډیر اجرت غواړی یا ددی وجی نه چه مونږ له وحی د اللّه تعالٰی د طرف نه راځی نو مونږ قرآن ته حاجت نه لرو دا خبری نیشته (الْغَيْبُ) نه مراد وحی ده چه دلالت کوی په تکذیب دقرآن باندی (فَهُمْ يَكْتُبُونَ) کښی اشاره ده چه که دوی سره وحی وی نو دقرآن په مقابله کښی دی اولیکی چه مخلوق ته فرق معلوم شی -