فَذَرْنِي وَمَنْ يُكَذِّبُ بِهَذَا الْحَدِيثِ سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ
نو پریږده ما او هغه څوک چه دروغژن گنړی دا خبری خامخا نیسو مونږ دوی په دمه دمه په داسی طریقه چه نه پوهیږی دوی -
دا تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته او ورسره تخویف دنیوی دی منکرینو ته (الْحَدِيثِ) مراد قرآن دی یا هغه مضمون چه په دی سورة کښی ذکرکړی شو (سَنَسْتَدْرِجُهُمْ) استدراج په اصل کښی نقل کول دی دیوحال نه بل حال ته په تدریج (په دمه دمه) سره او استعمالیږی په تنزل کښی یعنی د اعلٰی درجی نه ښکته درجی ته په دمه دمه منتقل کیږی (وَأُمْلِي لَهُمْ) یعنی استدراج ددوی دپاره د اکرام د وجی نه نه دی بلکه دا خو یو مهلت ورکول دی چه په هغی سره به ئی گناهونه نور هم زیات شی -