اَلْقَلَم ۴۲

يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ

په کومه ورځ چه لری به کړی شی پرده د پنډی نه او اوبه بللی شی دوی سجدی کولو ته نو دوی به نه لری طاقت -

دا تخویف اخروی دی روستو دبیان د عدم دلیل نه ددوی سره (عَنْ سَاقٍ) مراد د ساق د اللّه تعالٰی دی په دلیل دحدیث بخاری سره چه کتاب التوحید کښی راوړی دی چه یَکشِفُ رَبَّنَا عَن سَاقِهِ، اوپه دی کښی مذهب د سلف صالحینو ښکاره او صحیح دی چه ساق په معنیٰ حقیقی سره دی اوکیفیت د ساق مجهول دی او تاویل او تمثیل ئی باطل مسلک دی (يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ) دا دعوت د توبیخ او د ملامته کولو دپاره دی تعبُّداً نه دی او حدیث صحیح کښی راغلی دی چه دا هغه خلق به وی چه په دنیا کښی اللّه تعالٰی ته ئی سجدی او مونځونه کول په ریاکارئ او دنوم دپاره نو هغوی به قیامت کښی د سجدی اراده اوکړی لیکن شا (ملا) به ئی یو تخته شی (وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ) سجود نه مراد سجده د اخلاص ده اللّه تعالٰی ته یا مونځ کول دی او ددعوت نه مراد اذان او اقامت دی لیکن دوی دهغی اجابت نه کوؤ یا مراد سجود نه انقیاد دی احکامو د اللّه تعالٰی او قرآن اوریدلو ته او مراد د دعوت نه عام دعوت او تبلیغ دی او دوی هغه نه دی قبول کړی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل