أَمْ لَكُمْ أَيْمَانٌ عَلَيْنَا بَالِغَةٌ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ إِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُونَ
آیا تاسو لره قسمونه دی په مونږ باندی رسیدونکی ترورځ دقیامت پوری چه یقیناً ستاسو دپاره هغه ده چه تاسو کومه فیصله کوئ -
دا نفی د دلیل (وعداللّه ) ده (أَيْمَانٌ عَلَيْنَا) قسمونه او عهدونه د اللّه تعالٰی دطرف نه چه په پوره کول ئی په هغه باندی واجب دی ځکه چه حرف د علٰی په وجوب باندی دلالت کوی (بَالِغَةٌ) پاخه او کلک قسمونه، په دی کښی احترازدی د لغو قسم نه - مخکښی تخیرون او دلته تحکمون ذکردی فرق دادی چه اول کښی مسلک او مذهب مراد دی یعنی شرک او کفربدعات کول اوپه دوهم کښی دهغه مسلک حکم د جواز او عدم جواز او حلال او حرم مراد دی (سَلْهُمْ أَيُّهُمْ بِذَلِكَ) په دی کښی زجردی اونفی د دلیل دکفالت ده او ذالک اشاره ده مضمون د فنجعل المسلمین کالمجرمین ته یا اشاره ده اثبات د قسمونو ته -