فَطَافَ عَلَيْهَا طَائِفٌ مِنْ رَبِّكَ وَهُمْ نَائِمُونَ
نو راغی دشپی په هغی باندی د شپی راتلونکی عذاب دطرف درب د ستانه او دوی اوده وؤ -
دا تفصیل دعذاب دی چه هغی ته اشاره ده په بلونا کښی په یو معنیٰ سره (طَائِفٌ) فراء او ابن جریر وئیلی دی چه دا مختص دی په هغه مصیبت او عذاب پوری چه صرف دشپی راځی (نَائِمُونَ، فَأَصْبَحَتْ) دا دواړه دلیلونه دی په دی چه عذاب د شپی راغلی وؤ (كَالصَّرِيمِ) په دی کښی دری قولونه مشهوردی اول هغه ونه چه میوی ترینه پری کړی شی یا فصل لوکړی شی دوهم شپه توره دریم ایری توری یعنی هغه باغ اوسوځیدو نو تک تور ښکاره کیدو په شان د ایرو -