سَنَسِمُهُ عَلَى الْخُرْطُومِ
زر ده داغ به اولگوؤ دده په خړتم باندی مونږه -
دا زجراو تخویف دی په دی کښی ډیراقوال دی د مفسرینو اول داچه دا په حقیقت باندی حمل دی اوپه دنیا کښی به وی اوهم داسی اوشوه چه پوزه دهغه (ولید بن مغیره) زخمی شوه په ورځ دبدر کښی اوعار او شرم ورباندی همیشه دپاره پاتی شو دوهم دا حقیقت دی په آخرت کښی به نښه وی لکه چه مخونه به ئی توروی او سترگی به ئی شنی یا خړی وی نودارنگ په پوزه به ئی داغ وی اودا علامات دی د مجرمانو په ورځ دقیامت کښی -