أَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ
ددی وجی نه چه دی خاوند د مال او ځامنو والا دی -
(أَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَبَنِينَ) یعنی جاهل خلق دداسی موصوف او د داسی صفات قبیحه سړی طاعت او تابعداری دهغه د مالدارئ د وجی نه کوی لیکن ته د هغه دطاعت نه ځان بچ کړه (قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ) مشرکانو قرآن ته دا نسبت کوؤ ددی وجی نه چه په قرآن کښی هم قصی دی او هغه خو رشتینی دی لیکن دوی ورته دروغژن وائي یاپه دی وجه چه قصی صرف د شغل او دوخت دتیرولو دپاره وی نو دوی هم قرآن هسی د گپ شپ او د مشغلی کتاب گنړلو یا په دی وجه چه دوی وئیل چه قرآن خو صرف دتیرشوی خلقو قصی او حالات ذکرکوی او دهغوی عذابونه او ناکاره اوصاف ذکرکوی ځمونږ په باره کښی په دی کښی هیڅ نیشته لکه چه اوس بعضی جاهلان قرآن والو باندی اعتراض کوی چه دا قرآن خود زړو مشرکانو او یهودیانو او نصاریٰ او بت پرستو په باره کښی دی نو تاسوئی په مونږ باندی ولی چسپان کوئ -