اَلْقَلَم ۱۰

وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَهِينٍ

او مه منه خبره د هرډیر قسمونه کوؤنکی سپک -

په دی کښی هم تحذیردی د اطاعت د مخالفینونه اوپه دی کښی د هغی مخالفینو لس قبیح صفات ذکرکوی اول (حَلَّافٍ) بی ضرورته او په دروغه باندی قسم کوؤنکی - دوهم (مَهِينٍ) یعنی سپک ذلیل کارونه کوؤنکی او بی عزته په نیز د اللّه تعالٰی - دریم (هَمَّازٍ) عیب ویونکی د مؤحدینو مخامخ او پشی شا - نودلته کښی عام دی عیبت کوؤنکی بدنامی لگوؤنکی طعنونه کوؤنکی دی ټولو ته شامل دی (مَشَّاءٍ بِنَمِيمٍ) دا څلورم صفت دی یعنی داسی شخص چه یو خبره بل ته رسوی دپاره ددی چه دواړو په مینځ کښی فساد او ورانی راولی - پنځم صفت (مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ) خیرعام دی ددنیا و اخرت خیرته اودا رنگ مفعول د مناع ئی حذف کړی دی د تعمیم دپاره یعنی خیردنیوی او دینی او اخروی دهرچا نه منع کوی نو د ایمان اوقرآن نه ځان او اولاد او نورخلق منع کول په دی کښی داخل دی - شپږم صفت (مُعْتَدٍ) د شرع دحدود نه تجاوزکوی په عقیده او اعمالو کښی اوظلم کوؤنکی وی په خلقو باندی - اووم صفت (أَثِيمٍ) یعنی د هرسبب داسبابو د گناهونو ارتکاب کوی اوپه گناهونو دفسق او فجورکښی منهمک وی - منع دخیر گمراه کول دنورو خلقو دی او اعتداء بدعات کول او اثم فسق فجورکول دی - اتم صفت (عُتُلٍّ) سخت جگرمار، بدزبانه، ډیرخوراک څښاک کوؤنکی، چات خیټی دا ټولی معانی ابن کثیر قرطبی ذکرکړی دی (بَعْدَ ذَلِكَ زَنِيمٍ) دا نهم صفت دی - زَنِيمٍ د زنمة نه ما خوذ دی د کومی بیزی په غوږ پوری چه څه غوښه زوړنده وی نوهغه په ټولو بیزو کښی مشهوره وی او وران کاری وی او دهغه غوښی څه فائده هم نیشته نو دارنگ زنیم مشهوردی په شرسره، رذیل کارونه کوؤنکی، او بی نسبه چه پلارئی معلوم نه وی اوهغه څوک چه د مفعولیت په مرض کښی مبتلاوی دا ټولی معنی قرطبی او شربینی وغیره مفسرینو لیکلی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل