فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ
نو مه منه خبره د دروغژن گنړونکو (حق لره) -
دا تفریع ده په ماقبل په تشجیع ورکولو سره په دعوت باندی او تحذیردی د مداهنت نه - (فَلَا تُطِعِ) محل د اطاعت ئی حذف کړی دی لیکن وصف د مکذبینو دلالت کوی د هغی په تعین باندی یعنی کوم کارونه او خبری او صفتونه چه دقبیلی د تکذیب او دانکار دی نوپه هغی کښی ددوی اطاعت اونه کړی (وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ) دا علت دی د لاتطع دپاره ددی وجی حرف عطف ئی نه دی ذکرکړی وداد په مینه او تمنّیٰ کولو کښی وسعت ته وئیلی کیږی (تُدْهِنُ) مبرد وئیلی دی چه ادهان او مداهنت خیانت کول اوظاهرکول دهغی خبری دی چه دباطن نه مخالف وی - او بعضو علماؤ وئیلی دی چه نرم والی په کلام او طریقه کښی، که د خیروی او که دشروی، خو استعمال ئی اکثرپه شر کښی کیږی - قرطبی ددی جملی په تفسیر کښی دولس اقوال لیکلی دی لیکن دهغه حاصل یو دی هغه دا چه (په مسئله د توحید کښی نرمی داسی اوکړی شی چه په شرک باندی رد نه کوی او کتمان دحق کوی نوکافران او مشرکان به هم مخالفت نه کوی مقابلی به نه کوی کنځل بد رد به ورته نه وائی او دیته په دی زمانه کښی ډیرخلق اتحاد او حکمت یا وائي او دا غلطه خبره ده -