فَسَتُبْصِرُ وَيُبْصِرُونَ
نو زرده چه ته به اووینی او دوی به اووینی -
دا بله تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (فَسَتُبْصِرُ) سین دپاره دقربت دی یعنی په دنیا کښی یاپه آخرت کښی ځکه چه هغه قریب دی لکه سورة قمر (۲۶) کښی او دائی د فا سره ذکر کړو ځکه چه تیرشوی تسلئ په صفاتو د نبی سره وی او دا خو دمستقبل په باره کښی تفریع ده په دغه صفتونو باندی (بِأَيْيِكُمُ الْمَفْتُونُ) په دی کښی ډیروجوه دی اوله وجه دا چه المفتون په معنیٰ د مجنون دی نو با زیاته ده دپاره د تاکید - دوهمه وجه دا چه دا مصدر میمی په معنیٰ د فتنه دی اوبا په خپل ځای ده او فتنه نه مراد جنون یا گمراهی ده -