مَا أَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُونٍ
نه ئی ته په نعمت د رب ستا لیونی -
دا اول جواب قسم دی او په دی کښی رد دی د قول د کافرانو چه دی مجنون دی اوپه ده باندی جنات دی او تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته (بِنِعْمَةِ رَبِّكَ) دا متعلق دی په مجنون پوری او مراد دنعمت نه وحی او قرآن دی یعنی په بیانولو د قرآن سره په دی رسول باندی جنون نه دی راغلی او قرآن د جنون دپاره سبب نشی کیدلی -