مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
نه رسی هیڅ مصیبت مگرپه حکم (تقدیر) د اللّه تعالٰی سره او چاچه ایمان راوړو په (تقدیر) د اللّه تعالٰی کلک کړی اللّه تعالٰی زړه دهغه او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی پوره علم لرونکی دی -
دا متعلق دی (فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ) سره په طریقه د جواب سوال سره - سوال دادی چه په توحید او اتباع د قرآن او سنت کښی ډیرمصیبتونه راځی نودهغی علاج څه دی؟ حاصل جواب دادی چه هرمصیبت مقرروی دطرف د اللّه تعالٰی نه نوهرکله چه په چاباندی مصیبت راشی نو عقیده دی اولری چه داد اللّه تعالٰی په تقدیر سره دی نوپه دی سره به دهغه زړه مضبوط شی اوپه هدایت باندی به کلک شی (يَهْدِ قَلْبَهُ) قرطبی د ابوعثمان الحیری نه نقل کړی دی چه دچا ایمان صحیح شو نو اللّه تعالٰی ورلره د اتباع سنت توفیق ورکوی - یامراد ددی نه کلک والی د زړه د هغه دی په ایمان باندی په وخت د مصیبتونو کښی اوخطیب شربینی وئیلی دی چه هرکله زړه په هدایت باندی پوخ شی نوزائل شی دهغه نه هراعتقاد باطل، کفر او بدعت اوصفات خبیثه د هغه -