قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
ته اوایه یقیناً هغه مرگ چه تاسو تیخته کوئ دهغی نه یقیناً هغه ستاسو مخی له راتلونکی دی بیا به اوگرځولی شئ تاسو هغه ذات ته چه عالم دی په هرپټ او ښکاره باندی نوخبربه درکړی تاسولره په هغه عملونو باندی چه تاسو ئی کوئ -
په دی کښی تخویف دی (تَفِرُّونَ) مراد دفرار نه د مرگ تمنا نه کول دی او دارنگ هرانسان چه میدان قتال نه تیخته کوی د مرگ د ویری نه یاچه په یو مقام او علاقه کښی دطاعون وبا وی نود مرگ د ویری دو جی نه دهغی نه تیخته کوی نوهغه هم په دی کښی داخل دی (ثُمَّ تُرَدُّونَ) په دی کښی بعث بعدالموت مراد دی او ثُمَّ دلالت کوی چه په مینځ د مرگ او قیامت کښی ډیره موده شته چه هغه حالت برزخیه دی یامراد ددی رد د سوال او عذاب دقبردی او ثم دپاره دترتیب دی بغیر دتاخیرنه -