وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ
او بل نعمت چه خوښوئ تاسو هغه (چه هغه) مدد دی د طرف د اللّه تعالٰی نه او گټه نزدی او زیری ورکړه مؤمنانو لره -
دا بشارت دنیویه دی (تُحِبُّونَهَا) دلیل دی چه د صحابه کرامو محبت دجهاد او د نصرت الٰهیه او د فتح د حق سره وؤ ددنیا د نور متاع سره د هغوی محبت نه وؤ (وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ) اشاره ده چه بشارت دنیویه اخرویه ټول د ایمان په وجه دی -