يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
په هغه ورځ به راپورته کړی دوی لره اللّه تعالٰی ټول نوخبربه ورکړی دوی لره په عملونو ددوی راگیرکړی وی هغه اللّه تعالٰی او دوی هیرکړی دی او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی حاضر دی -
داهم تخویف کښی داخل دی (فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا) اشاره ده چه محادینو اگرچه په دنیا کښی مخالفت پټ کوؤ لیکن په ورځ دقیامت به ئی اللّه تعالٰی ښکاره کړی (وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ) د مشاهدی نه ماخوذ دی په معنیٰ د نظرکوؤنکی یا د شهود نه ماخوذ دی په معنیٰ د حضور او د علم یعنی حاضرناظر او عالم دی