وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا وَإِبْرَاهِيمَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ فَمِنْهُمْ مُهْتَدٍ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ
او یقیناً لیږلی دی مونږ نوح علیه السلام او ابراهیم علیه السلام او ورکړل مونږ په اولاد ددوی کښی پیغمبری او کتابونه نو بعضی ددوی نه هدایت موندونکی دی او ډیر ددوی نه پوره نافرمان دی -
د اجمال نه روستو تفصیل دی اودا دواړه ئی خاص ذکرکړل ځکه چه دعوت په طریقه د رد دمشرکانوسره او جهاد د وخت د نوح علیه السلام نه شروع شوی دی او ددوی په اولاد کښی پیغمبران راغلی دی - یعنی نوح علیه السلام دوهم ابوالبشردی او ابراهیم علیه السلام خو ابوالانبیاء والرسل دی -