هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
هغه اول دی او روستو دی ښکاره او پټ دی او هغه په هرڅیزباندی پوره علم لری -
دا بل مستقل دلیل دی - ددی آیت تفسیر په حدیث صحیح د مسلم وغیره کښی ذکرشوی دی وئیلی دی (الْأَوَّلُ) فلیس قبلک شیء، یعنی د ټولو موجوداتو نه ته مخکښی ئی په وجود کښی او ټول عالم لره ته وجود ورکؤنکی ئی (وَالْآخِرُ) فلیس بعدک شیء ، یعنی هغه ته وجود د هرڅیز منتهی کیږی او باقی دی روستو دفنا د هرڅیز نه (وَالظَّاهِرُ) فلیس فوقک شیء، یعنی اوچت دی د هرڅیزنه دهغه نه بره هیڅ څیزنیشته او ښکاره دی وجود دهغه په دلیلونو یقینیو سره (وَالْبَاطِنُ) فلیس دونک شیء، یعنی په اعتبار دذات او ماهیت سره دهغه نه پټ نیشته او عالم دی په باطن د هرڅیزباندی -