وَأَمَّا إِنْ كَانَ مِنَ الْمُكَذِّبِينَ الضَّالِّينَ
اوکه چیری وی هغه د تکذیب کوؤنکو گمراهونه -
په دی کښی دریم قسم ذکرکوی چه مخکښی ئی هغوی ته اصحاب المشئمه او اصحاب الشمال وئیلی وؤ -
فائده: قاسمی د اکلیل نه نقل کړی دی چه دا آیاتونه دلالت کوی چه ارواح د بدنونو نه جداشی نویابه په خوشحالو کښی وی او یابه په عذاب کښی وی او ارواح د مؤمنانو په جنت کښی وی او ارواح د کافرانو په جهنم کښی دی -