الواقعة ۹۰

وَأَمَّا إِنْ كَانَ مِنْ أَصْحَابِ الْيَمِينِ

اوکه چیری دی وی د ښی لاس والونه -

دا دوهم قسم دی یعنی عام مؤمنان (فَسَلَامٌ لَكَ) یعنی ملائک به ورته سلام د خپل طرف یا د اللّه تعالٰی دطرف نه پیش کوی او ورته به وائي چه اَنْتَ مِنْ اَصْحٰبِ الْیَمِیْنِ، یا معنیٰ دا چه په تاباندی سلام د طرف د اصحاب الیمین دی چه ته به د هغوی سره په برزخ کښی اوبیا جنت کښی ملگری کیږی - او امام بخاری معنیٰ ذکرکړی ده چه سَلَّم (منلی شوی ده) ده ستا دپاره چه ته ا صحاب الیمین نه ئی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل