فَأَمَّا إِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِينَ
نوکه چیری وی دا روح والا د زیات نزدی خلقو نه -
دا تقسیم د هغه خلقو دی دری قسمونو ته چه په هغوی باندی ځنکدن راغی او مړه شول لکه چه دسورة په ابتدا کښی ئی داسی ذکرکړی وؤ لیکن فرق دادی چه هغه حالات په آخرت په جنت یاپه جهنم کښی وؤ او دلته حالات د وخت د ځنکدن دی (الْمُقَرَّبِينَ) ددی نه مراد السابقون دی کامل ایمان والا مؤمنان - (فَرَوْحٌ وَرَيْحَانٌ) ابن کثیر وئیلی دی چه دمرگ په وخت کښی ملائک دوی ته دا بشارت ورکوی (رَوْحٌ) په معنیٰ د راحت او خوشحالئ، او رحمت، دیدن د اللّه تعالٰی دی او دا ټولی معنی اراده کیدی شی (رَيْحَانٌ) ښائسته رزق، گل دکشمالو، او لذت په خبرو د اللّه تعالٰی سره دی ټولو معانیو ته شامل دی -