الواقعة ۷۹

لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ

لاس نه وروړی دیته مگرپاکان خلق -

په دی کښی ډیر احتمالات دی اول احتمال دادی چه دا جمله صفت دقرآن دی ځکه بحث په باره دقرآن کښی دی اود مس نه مراد لاس لگول دی او مطهرون نه مراد پاک بدن والا دی چه جنب او بی اودسه نه وی اودا جمله خبریه په معنیٰ دا نشاء‌ ده نو معنیٰ داده چه لاس دی نه لگوی دقرآن سره بی اودسه او پلیت شخص - دوهم احتمال دادی چه مس په معنیٰ مجازی سره دی او طهارت نه باطنی پاکوالی مراد دی یعنی مؤحد متقی نو معنیٰ داشوه چه نه پوهیږی په قرآن باندی مگرمؤمن مؤحد - دریم احتمال دادی چه دا صفت د لوح محفوظ دی او مس حقیقی مراد دی او مطهرون نه مراد ملائک دی نو معنیٰ داده چه لاس نشی لگولی د لوح محفوظ سره مگر صرف ملائک - څلورم احتمال دادی چه د مس نه معنیٰ مجازی مراد ده معنیٰ داچه علم نه لری په لوح محفوظ باندی مگرملائک -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل