الواقعة ۱۷

يَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُخَلَّدُونَ

ځی را ځی به په دوی هلکان چه همیشه به هلکان وی -

(وِلْدَانٌ) مراد ددینه مشرکانو هغه بچی دی چه مخکښی د بلوغ نه مړه شوی وی او په بل قول کښی ورسره واړه مسلمانانو هم مراد دی یا مراد هغه دی چه په جنت کښی د خدمت د جنتیانو دپاره پیدا کړی شوی دی (مُخَلَّدُونَ) همیشه به وی فنا به ورباندی نه راځی او نه به زړیږی او نه به د حالت خپل نه بدلیږی (مَعِينٍ) د چینی په شان جاری به وی یا ښکاره او ډیر به وی یعنی نچوړولو ته به ئی حاجت نه وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل