الواقعة ۱۳

ثُلَّةٌ مِنَ الْأَوَّلِينَ

ډلی د مخکنو امتونو نه -

په اولین او آخرین کښی دوه اقوال دی اول داچه د اولین نه دتیرشوو پیغمبرانو (سابقون) صحابه مراد دی او انبیاء علیهم السلام ډیر وؤ نو دهغوی د صحابؤ مجموعه شمار ډیردی او آخرین نه مراد ځمونږ د امت صحابه کرام دی دوی اگرچه فی نفسهِ ډیر دی لیکن په نسبت د مجموعه تیرشوؤ باندی کم دی - دوهم قول داچه د اولین نه مراد ځمونږ امت سابقون (صحابه کرام) دی او دآخرین نه مراد په دی امت کښی هغه خلق دی چه ایمان او اتباع د رسول اللّٰه ﷺ ته ئی سبقت کړی دی او دصحابه کرامو په نقش قدم باندی روان دی ، نو دوی دصحابه کرامو نه لږ دی - او ابن کثیر روستو قول غوره کړی دی او ډیر احادیث ئی ددی امت په فضیلت باندی ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل