الرَّحمٰن ۷۶

مُتَّكِئِينَ عَلَى رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ

آرام به کوی دوی په څادرونو شنو او قالینونو ښائسته باندی -

دا نور صفتونه دجنتیانو ذکرکوی یعنی تیرشوی نعمتونه به دوی ته حاصلیږی سره د آرام نه (رَفْرَفٍ خُضْرٍ) مراد ددی نه هغه څادرونه دی چه په بستره باندی غوړولی شی یا بالختونه یا چمنونه د جنت (وَعَبْقَرِيٍّ) گل دار څادرونه یا بستری چه ډیری نااشنا وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل