الرَّحمٰن ۷۲

حُورٌ مَقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ

حوری دی بندی ساتلی شوی په خیمو (د ملغلروکښی) -

دا نور صفات دهغه ازواجو دی (مَقْصُورَاتٌ) بند ساتل د حفاظت او د اکرام د پاره دی او مدح دزنانو په ستراو پرده سره کیږی اوچه په خپل کور کښی اوسی اوبی ضرورته په لارو او کوڅو کښی نه گرځی (فِي الْخِيَامِ) د جنت دهغی خیمی تفسیر په حدیث صحیح کښی راغلی دی او دلته هغه مراد دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی، چه دمؤمن دپاره په جنت کښی خیمه ده دیو ملغلری ډډی نه چه اوگدوالی د هغی شپیته میلونه دی او ددی مؤمن به په هغی کښ اهل وی چه دی به په هغوی باندی چکر لگوی او هغوی به یوبل لره نه وینی، د اد مسلم روایت دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل