الرَّحمٰن ۱۹

مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ يَلْتَقِيَانِ

گډ ئی روان کړی دی دوه دریابونه چه یو ځای چلیږی -

روستو د بری نعمتونو نه بحری انعامات ذکر کوی (الْبَحْرَيْنِ) خوږی اوبه چه د آسمان نه را وریږی اوپه ځمکه کښی ئی د هغی نه نهرونه سیندونه خوړونه جوړکړی دی او اکثر دهغی نه یو ځای شی او آخرئی مالگین سمندر ته اورسوی او دواړه قسمونه ئی یوځآی روان کړی دی ددی دواړو په مینځ کښی ابتدا‌ء نه د ځمکی او آسمان پرده ده او هرچه یوځای روان شی نو ددوی په مینځ کښی معنوی قدرتی پرده ده (لَا يَبْغِيَانِ) په یو بل باندی بغی نشی کولی دپاره ددی چه اوبه ئی گډی وډی نشی او ددواړو نه چه کومی فائدی مقصود دی هغه خرابی نشی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل