فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل انکار کوئ تاسو -
په آلَاءِ کښی اشاره ده چه دواړه آیاتونو کښی ډیر نعمتونه ذکر دی پیدائش د آدم علیه السلام او دنوع د انسان او د صلصال نه په خاص کیفیت سره پیدا کول او دا سلسه جاری ساتل - او پیدایش د جان او د نوع د جن او دمارج نه په خاص کیفیت سره پیدا کول - او دا نسل جاری ساتل - او د دواړو په ماده خلقت کښی فرق کول او دهغی په وجی سره ددوی په اخلاقو او طبیعتونو کښی فرق پیدا کول دا ټول بی شماره نعمتونه دی په انسانانو اوپه پیریانو دواړو باندی په دی انعاماتو کښی یوهم سبب د انکاراو د شرک نشی کیدلی -