الرَّحمٰن ۱۳

فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ

نو د کوم یو د احسانونو د رب خپل انکار کوئ تاسو دواړه -

تکرار ددی جملی د وجی د اختلاف د نعمتونو دی اود تاکید د الزام د حجت دپاره دی - اومخاطب په دی سره هغه پیریان او انسانان دی چه کفراو شرک او ناشکری کوی په قرینه د تکذبان سره یعنی ای خلقو داسی نعمت اوښائی چه هغه اللّه تعالٰی نه وی پیدا کړی او ستاسو معبودانو پیدا کړی وی یا اللّه تعالٰی هغه نعمت په ملگرتیا ددی معبودانوسره پیدا کړی وی او دهغی وجی نه تاسو هغوی لره شریکان جوړوئ (تُكَذِّبَانِ) یو تکذیب دادی چه هغه نعمت نعمت نه گنړی لکه نزول دقرآن - دوهم داچه نعمت د اللّه تعالٰی دطرف نه نه گنړی - دریم داچه په هغه نعمت پیداکول کښی د اللّه تعالٰی سره شریک گنړی لکه نعمتونه ظاهریه دنیویه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل