وَالْأَرْضَ وَضَعَهَا لِلْأَنَامِ
او ځمکه اللّه تعالٰی ایښی ده دپاره دخلقو -
په دی آیاتونو کښی دری انعامات ذکر کوی (لِلْأَنَامِ) انسانانو او پیریانو دواړو ته شامل دی او ټولو زنده سرو ته هم وئیلی کیږی (وَالنَّخْلُ) دائی د فاکهه نه جدا ذکر کړو دوه وجو نه اول داچه نخل کښی فاکهه او غذا دواړه دی دوهمه داچه نخل کښی د ټولو اونو او میوؤ نه زیاتی فائدی دی (الْأَكْمَامِ) هغه کسوړی د لستونړی په شکل سره چه په اول حالت کښی دانی د کجوری په کښی پټی وی بیا اوچوی نو دانی (غنچکونه) ترینه ښکاره شی -