أَلَّا تَطْغَوْا فِي الْمِيزَانِ
(وئیلی دی) چه د حدنه مه تیریږئ په تول کولو کښی -
په دی کښی په باره دمیزان کښی دری اداب ذکرکوی اول أَلَّا تَطْغَوْا هرکله چه مراد د میزان نه قرآن او شریعت وی نو طغیان په هغی کښی تحریف کول دی او مخالفت کول دی په طریقه د انکار تردی پوری چه عنادی او دهری کافرشی - اوچه میزان نه عدل نه مراد وی نو طغیان په هغی کښی زیاتی کول دی دپاره دځآن په دهوکی کولو سره - او دوهم ادب (وَأَقِيمُوا الْوَزْنَ) بنا په اول باندی وزن دلیلونه قرآنیه دی دپاره د اثبات د توحید او عمل او عقیده برابر کول په آیاتونو دقرآن اوپه شریعت سره او بنا په دوهم وزن د حقوقو د خلقو او دخالق دی دپاره دقائم کولو دعدل اوبنا په دریم اقامت دوزن په لاس سره تله برابرکول اوقسط په زړه سره - دریم ادب (وَلَا تُخْسِرُوا الْمِيزَانَ) نو بنا په اول باندی په دلیلونو او آیات قرآنیه کښی نقصان کول په طریقه د شرک کولو اوفسق کولو دا نقصان کول دی په حقوقو د اللّه تعالٰی کښی اوپه طریقه دظلم کولو نو دانقصان دی په حقوق العباد کښی اوبنا په دوهم نقصان د عدل کښی ظلم کول دی اوبنا په دریم باندی بخس (کمی) کول په تلَلوَ کښی دبل چا دپاره -