خَلَقَ الْإِنْسَانَ
پیدا کړی دی انسان -
په دی کښی دوه نعمتونه ذکر دی (عَلَّمَهُ الْبَيَانَ) مراد دبیان نه قوت نطق کیخودل په ژبه او شونډو او مرئ د انسان کښی په داسی طریقه چه خپل مقصد ښکاره کولی شی او قرآن هم لوستلی شی او بیانولی شی - په انسانی صفتونو او قوتونو کښی ئی دا صفت په ذکرکولو سره ددی وجی نه خاص کړو چه تمیز د انسان د نورو حیواناتو نه په قوت دبیان سره دی -