القمر ۴۶

بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَى وَأَمَرُّ

بلکه قیامت وخت مقرر شوی دی ددوی او قیامت ډیرهیبت ناک او ډیر تریخ دی -

په دی آیاتونو کښی تخویف اخروی دی په اول آیت کښی خاص دبدر مشرکانو دپاره او روستو دوه آیاتونو کښی دټولو مجرمانو دپاره او دا تخویف هم په پنځه طریقو سره دی - او فرق د ادهیٰ او امرّ یو دادی چه دا اول اثر باطنی او روحانی دی او دوهم اثر ظاهری او بدنی دی دوهم دادی چه د امر اثرپه خوراک څښکاک دی او د ادهیٰ اثر په نورو حواسو باندی دی (ضَلَالٍ وَسُعُرٍ) ضلال په دنیا کښی دی او سُعُر جمه دسعیر په آخرت کښی دی یا سعرپه معنیٰ د جنون دی نو دواړه په دنیا کښی دی یا ضلال په معنیٰ اوړیدل د لاری دجنت نه په آخرت کښی نو دواړه په آخرت کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل