أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِنْ أُولَئِكُمْ أَمْ لَكُمْ بَرَاءَةٌ فِي الزُّبُرِ
آیا کافران ستاسو د زمانی غوره دی ددغه تیرشوی کافرانو نه آیا شته تاسو لره بچ والی دعذاب نه په کتابونو کښی -
په دی آیاتونو کښی د روستنو منکرینو پنځه حالات ذکرکوی او حاصل دادی چه په مخکنو قومونو د عذابونو ذکر تاسو واوریدلو نو په دی موجودو باندی د عذاب راتلو سبب خو شته چه کفر ددوی دی لیکن د عذاب راتللو نه هیڅ مانع نیشته په اول آیت کښی نفی ددوه موانعو ذکرکړی ده یا به دوی د مخکنو نه غوره وی یا به په مخکنو کتابونو منزلو کښی ددوی دپاره برائت (امن دعذاب) ذکرکړی شوی وی لیکن دا دواړه خبری نیشته اوپه دوهم آیت کښی یومانع په طریقه د زجرسره ذکرکړی دی یعنی دوی وائی مونږ غټ جماعت یو او ددشمن نه بدله اخستلی شو آیا ددی وجی نه په دوی عذاب نشی راتللی نو ددی گمان رد په دریم آیت کښی دی په دوه طریقو سره اول هزیمت (شکست) ددوی دوهم شاگانی گرځول یعنی عاجز کیدل د مقابلی نه (سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ) په دی کښی تخویف دنیوی دی په طریقه د پیشنگوئی سره اودا پیشنگوئی په ورځ دبدر کښی رشتیا شوله لکه حدیث بخاری کښی راغلی دی چه نبی ﷺ په ورځ دبدر په قبّه (دڅرمنی خیمی) کښی وؤ او دعائی اوغوښتله چه یا اللّه غواړم ستا عهد او وعده ای اللّه که ته غواړی چه ستا بندگی دی اونه شی دنن ورځ روستو هیچ چیری "نو ابوبکررضی اللّه عنه دهغه لاس اونیوو او اوئیل ئی پوره ده تالره ای رسول د اللّه تعالٰی" اوپه دعا کښی ډیرزور اوکړو نو رسول اللّٰه ﷺ را اوتلو ټوپونه ئی وهل (خوشحالیدلو) په زغره کښی او دا آیت ئی اولوستلو سیهزم الجمع ویولون الدبر او ابن عباس رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه ددی آیت د نزول نه تر واقعی دبدر پوری اووه کاله فاصله وه -