القمر ۴۱

وَلَقَدْ جَاءَ آلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ

او یقیناً راغلی وؤ فرعونیانو ته ویره ورکوؤنکی -

په دی کښی پنځمه واقعه ذکر کوی د هلاکت دفرعونیانو په سبب د تکذیب سره - په اول آیت کښی په دوی باندی الزام حجت ذکرکوی په رالیږلو د منذرینو سره اوپه دوهم آیت کښی سبب دعذاب اوبیائی عذاب ذکرکړی دی (بِآيَاتِنَا كُلِّهَا) مراد ددی نه هغه نهه معجزات دی چه په سورة اعراف کښی ذکرشوی دی (عَزِيزٍ مُقْتَدِرٍ) په دی کښی اشاره ده چه فرعون دځان دپاره دعزت او اقتدار دعویٰ کوله لیکن هغه دعویٰ باطله وه ځکه چه مغلوب او تباه شو نو معلومه شوه چه عزت والا (غالب) قدرت والا صرف اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل