إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُسْتَمِرٍّ
یقیناً را اولیږله مونږ په دوی باندی سیلئ تیزه په ورځ سپیره همیشه کښی -
دا تفصیل دعذاب دعادیانو دی (يَوْمِ) هغه اوؤه شپی او اته ورځی وی لکه په سورة الحاقة (۷) کښی دی نو دلته د یوم نه مراد جنس ورځ یا مطلق وخت مراد دی (نَحْسٍ) نحوست ئی په دوی پوری خاص وؤ ددوی دعذاب دوجی نه (مُسْتَمِرٍّ) یعنی ددی عذاب اثر تر برزخ پوری او بیا حشرپوری همیشه دی او دنحوست دورځ د شورو (چهارشنبه) په باره کښی حدیث صحیح مرفوع متصل ثابت نه دی -