وَلَقَدْ تَرَكْنَاهَا آيَةً فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ
او یقیناً پریخودله مونږ دغه قصه نښه نو آیا شته څوک نصیحت قبلؤنکی -
په دی آیتونو کښی تنبیه ده دپاره د نصیحت اخستلو د واقعی د نوح علیه السلام نه په عذاب د منکرینو او نجات د مؤمنانو (تَرَكْنَاهَا) دا ضمیر راجع دی ټولی قصی ته یا راجع دی کشتئ ته - هغه کشتئ چه ددی امت مخکنو خلقو لیدلی وه او روستو هم دهغی کشتئ تختی په کوهستان اراراط کښی لیدلی شوی دی (وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ) مرا د ذکرنه نصیحت اخستل دی او آسانتیا داده چه واقعات د تیرشوؤ قومونو او رسولانو په آسان لفظونو سره بار بار په مختلفو طریقو سره ذکرکړی شوی دی چه هر ذی لسان (چه په عربئ ژبه پوهیږی) هغه ترینه نصیحت اخستلی شی او دا آیت ئی د څلور قصو سره ذکرکړی دی اشاره ده چه هره قصه ددی قصو نه د تذکر دپاره آسانه کړی شوی ده - نو د (الْقُرْآنَ) نه مراد هره قصه ده چه د قرآن په عبارت سره لوستلی کیږی - یا مراد د ذکر نه حفظ دی ځکه د سلف صالحینو نه نقل دی چه تورات انجیل او زبور سیوا د انبیاء علیهم السلام نه امتیانو په یادو سره نه شو یادولی دا دقرآن خصوصیت دی چه واړه لوی او نارینه او زنانه ئی ټول یا بعضی سورتونه او آیاتونه یادولی شی - لیکه سورة عنکبوت (۲۹) کښی تیرشوی دی -