القمر ۱۳

وَحَمَلْنَاهُ عَلَى ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ

او سور کړو مونږ ده لره په (کشتئ) تختو والا او میخونو والا -

په دی کښی طریقه د نجات د نوح علیه السلام او دهغه د ملگرو مراد ده (دُسُرٍ) جمع د دسار ده هغه څیزونه چه په هغی سره کشتئ کلکیږی میخونه اوسپنه، لرگی، رسئ گانی وغیره - او دارنگ سینه د کشتئ چه په هغی سره اوبه دفع کیږی او شلیږی (بِأَعْيُنِنَا) دا د متشابهاتو نه دی (جَزَاءً لِمَنْ كَانَ كُفِرَ) د (مَنْ) نه مراد نوح علیه السلام دی چه دهغه انکار کړی شوی وؤ او هغه ډیر صبرکړی وؤ نو جزاء په معنیٰ د ثواب یا د بدله اخستلو ده یا مراد ددی نه اللّه تعالٰی دی چه دهغه د احکامو نه کفرکړی شوی وؤ او جزاء په معنیٰ د عقاب او سزا ده او لام په معنیٰ دمِنْ سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل