القمر ۶

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ يَوْمَ يَدْعُ الدَّاعِ إِلَى شَيْءٍ نُكُرٍ

نو مخ واړوه ددوی نه په هغه ورځ کښی چه آواز به اوکړی آواز کوؤنکی یوڅیز ناکاره ته (سخت) -

هرکله چه د منکرینو قبائح ذکرشول نو اوس تسلی ورکوی رسول اللّٰه ﷺ ته او مراد په دی سره ددوی بی پرواه کیدل دی (يَوْمَ يَدْعُ) ددی نه تخویف اخروی ذکر کوی په بیان د پنځه حالتونو سره - (الدَّاعِ) نه مراد اسرافیل علیه السلام دی او ددعوت نه مراد شپیلئ وهل دی دپاره دبعث بعدالموت (شَيْءٍ نُكُرٍ) په دی جمله کښی حشر، حساب، میزان ټولو حالتونو ته اشاره ده (جَرَادٌ مُنْتَشِرٌ) تشبیه د ملخانوسره په ډیروالی کښی ده او جمع کول د لویو وړو کښی - (مُنْتَشِرٌ) کښی اشاره ده چه په صفونو او قطارونو سره به نه وی (مُهْطِعِينَ) په دی کښی ډیری معانی دی، تیزتلونکی، سټونه اوچتوؤنکی، قصد کوؤنکی سیدها نظر کوؤنکی، غوږونه دپاره د اوریدلو کولاوؤنکی اودا یوبل ته نزدی معانی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل